کابل او تهران د قونسلي همغږۍ د پیاوړتیا پر لور

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو له مرستیال، وحید جلال‌زاده، سره کتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، افغان اتباعو ته د کونسلي خدمتونو د لا ښه‌والي، سرحدي همکاریو او د ګډو کاري موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي امیرخان متقي ټینګار کړی چې په ایران اسلامي جمهوریت کې مېشتو افغان اتباعو ته باید کونسلي خدمتونه لا اسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي، څو د هغوی ستونزې پر وخت هوارې شي.

بلخوا، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، وحید جلال‌زاده، د دواړو هېوادونو ترمنځ کونسلي همغږي مهمه وبلله او د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا یې ټینګار وکړ. هغه وویل، د کونسلي چارو په برخه کې نږدې همغږي د دواړو هېوادونو د خلکو د اسانتیا او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناکه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا