پنجشېر کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

د پنجشېر سیمهییزو چارواکو ویلي، د یوې رسمي داوطلبۍ له لارې ۳ زره او ۹۵ قیراطه زمرد د ۲ میلیونه او ۱۱۹ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د چارواکو په وینا، د زمردو د شفافې پلورنې بهیر د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د کانونو د قانوني مدیریت په موخه ترسره شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د دغو هڅو په پایله کې د پنجشېر اوسېدونکو لپاره د اقتصادي ودې او پر ځانبسیاینې نوې فرصتونه رامنځته شوي او سیمهییزه اداره هڅه کوي چې د طبیعي زیرمو له قانوني استخراج او پلور څخه د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم پیاوړی کړي.

