د کابل ـ بګرام سړک جوړولو چارې ۳۱ سلنه بشپړې شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د کابل ـ بګرام سړک د لومړي فاز جوړولو چارې ۳۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دغه سړک ۶٫۲ کیلومتره اوږدوالی او ۵۰ متره سور لري چې د جوړېدو چارې به یې په ۱۴۰۶ کال کې بشپړې شي.

اقتصادي معاونیت ویلي، پر دې پروژه ۴۵۵٫۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او شنې ساحې، ګلدانونه، ویالې او پلې لارې هم پکې شاملې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه سړک د نوي کابل پروژې له مهمو زیربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي او د بشپړېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې لا زیاتې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا