پوتین: نړۍ د یوې پراخې جګړې پر لور روانه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، نړۍ په تدریجي ډول د یوې پراخې او اوږدمهالې جګړې پر لور روانه ده او په وینا یې، د نړیوالو کړکېچونو د پراخېدو بهیر په قصدي ډول مخته وړل کېږي.
پوتین ټینګار کړی چې په اوسني نړیوال وضعیت کې د سولې او ډیپلوماسۍ پر ځای جګړو او پوځي تقابل ته لومړیتوب ورکول کېږي، او دا چاره ښايي د نړۍ امنیت له جدي ګواښونو سره مخ کړي.
نوموړي د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، نو پایلې به یې د سیمې او نړۍ لپاره خطرناکې او اوږدمهالې وي.
د روسیې ولسمشر همداراز د نړیوالو لوریو پر همکارۍ، خبرو اترو او سیاسي حللارو ټینګار وکړ او ویې ویل، د روانو بحرانونو د پراخېدو مخنیوی د ګډو هڅو او متقابل تفاهم له لارې شونی دی.

