بقایي: د هرمزګان برید د امریکا د جګړه‌ییزو جنایتونو دوام دی

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، د هرمزګان ولایت د چاپېریال ساتنې پر یوې پوستې د امریکا وروستی پوځي برید د ایران پر ضد د جګړه‌ییزو جنایتونو دوام دی.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، بقایي په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ۱۴۰۵ کال د سرطان میاشتې د ۲۳مې نېټې د سې‌شنبې سهار، د هرمزګان ولایت د حاجي‌اباد ولسوالۍ د سیدجوذر کلي د چاپېریال ساتنې پر پوستې په برید کې د چاپېریال ساتونکي جواد حسن‌زاده د کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د امریکا د دغو بریدونو له امله د ایران پر خلکو د مرګ‌ژوبلې لړۍ دوام لري او واشنګټن د خپلو پوځي اقداماتو له لارې د ایران پر ضد فشارونه زیات کړي دي.

بقایي زیاته کړه، دا برید په وروستیو میاشتو کې د ورته پېښو وروستۍ بېلګه ده. د هغه په وینا، په دې موده کې د ایران په بېلابېلو سیمو، له هغې ډلې تهران، میناب او لامرد کې هم د امریکا د پوځي بریدونو له امله یو شمېر پوځي او ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د دغو بریدونو عاملان او امرکوونکي باید د نړیوالو قوانینو له مخې حساب ورکړي او عدالت ته وړاندې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا