غریبآبادي: امریکا د اسلاماباد هوکړه تر پښو لاندې کړې

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال، کاظم غریبابادي ویلي، امریکا د ایران پر وړاندې د سمندري کلابندۍ په بیا پیلولو سره د اسلاماباد د هوکړې ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.
غریبابادي ویلي، د امریکا وروستي پوځي اقدامات هم د یادې هوکړې له روحیې او چوکاټ سره په ټکر کې دي او په وینا یې، ایران نور ځان د دغې هوکړې د ژمنو عملي کولو ته پابند نه ګڼي.
نوموړي زیاته کړې: «د خبرو لپاره نور کوم اغېزناک چوکاټ نه دی پاتې، ځکه امریکا د هوکړې د کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره ټول عملي ګامونه پورته کړي دي. له همدې امله، هېڅ هېواد باید له ایران څخه تمه ونه لري چې د دې هوکړې پر بنسټ خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.»
دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ، د ایران د بندرونو او سویلي سواحلو سمندري کلابندي یې بېرته پیل کړې ده؛ هغه اقدام چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې درول شوی و.

