افغانستان، ایران او تاجکستان د ټرانسپورټي دهلېز هوکړه وکړه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ د درېاړخیز دهلېز د رامنځته کېدو په اړه هوکړه شوې ده.
د وزارت په وینا، دغه هوکړه د ایران په مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو د استازو په ګډه غونډه کې شوې، چې پکې د ځمکني ټرانسپورټ، ټرانزیټي همکاریو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د هوکړې له مخې، د افغانستان له لارې به د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي او د هېواد له ترانزیټي موقعیت څخه به اغېزمنه ګټه اخیستل کېږي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، دغه دهلېز به د سیمهییزې سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او د افغانستان د ترانزیټي رول په پیاوړتیا کې مهم ګام وي.

