ناروې کې پراخې اورلګېدنې تر ۱۰۰ ډېر کورونه سوځولي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ناروې پلازمېنې اوسلو ته نږدې د پراخې اورلګېدنې له امله تر اوسه له ۱۰۰ ډېر کورونه په بشپړه توګه سوځېدلي او سلګونه اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو او خوندي سیمو ته د لېږدولو ته اړ شوي دي.
د راپور له مخې، اورلګېدنه د درامن ښار په شاوخوا سیمه کې رامنځته شوې او د سختو بادونو له امله په چټکۍ سره پراخه شوې ده. د ناروې چارواکي وایي، د اور د مهار لپاره لسګونه اوروژونکي ډلې، چورلکې او نور بېړني امکانات ګمارل شوي، خو د نامناسبو هوايي شرایطو له امله د اور کنټرول لا هم له ستونزو سره مخ دی.
چارواکو تر اوسه د دې پېښې له امله د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي چې اور د ځنګلونو پر لور هم غځېدلی او د نورو سیمو د خوندي ساتلو لپاره د خلکو د ایستلو لړۍ دوام لري.
کارپوهان وایي، د اروپا په ګڼو هېوادونو کې د سختې ګرمۍ دوام، وچکالي او اقلیمي بدلون د ورته اورلګېدنو د زیاتېدو مهم لاملونه دي. په وروستیو اوونیو کې د اروپا بېلابېلې سیمې د تودوخې له بېساري څپو سره مخ شوې دي، چې له امله یې د ځنګلي اورونو خطر هم لوړ شوی دی.

