د چین د ځمکې ښویېدو پېښه؛ اته کسان مړه او لسګونه لادرکه دي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د چین «چونګچینګ» ښار کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه اته کسان مړه، له لسو ډېر ټپیان او نږدې ۴۰ نور لادرکه شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د جمعې ورځې سهار رامنځته شوې، چې له امله یې څو استوګنیز کورونه نړېدلي دي. چینایي چارواکو ویلي، له زر څخه ډېر اوسېدونکي خوندي سیمو ته لېږدول شوي او د ژغورنې ډلې د لادرکه کسانو د موندلو هڅې روانې ساتي. د ټپیانو له ډلې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
چارواکي وایي، د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي، خو زیات ورښتونه او د ځمکې بېثباتي د دې ډول پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. په وروستیو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ځمکې ښویېدو پېښې زیاتې شوې او هر کال د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اړوي.

