د امریکا ارېزونا ایالت کې ډزو ۱۰ کسان ټپیان کړل

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ارېزونا ایالت کې د ډزو یوې پېښې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، پېښه د ځایي وخت له مخې پرون د خلکو په یوه ګڼه‌ګوڼه سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې یوه ناپېژانده وسله‌وال پر خلکو ډزې کړې دي. پولیسو ویلي، بریدګر د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو ټپي شوی او وروسته روغتون ته لېږدول شوی، خو تر اوسه یې هویت نه دی څرګند شوی.

چارواکو ویلي، په پېښه کې ۱۰ تنه ټپیان شوي، خو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت او د برید د انګېزې په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي. د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

امریکا کې د وسله‌والو ډزو ورته پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې، چې ډېری وخت په ښوونځیو، بازارونو، رسټورانټونو او نورو عامه ځایونو کې رامنځته کېږي او د عامه امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

څه موده وړاندې هم د امریکا په یوه رسټورانټ کې د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپیان شوي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا