ایران په کویټ کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د برید خبر ورکړ

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر په امر یې د ایران اسلامي جمهوریت په سوېل کې د پوځي بریدونو نوی پړاو ترسره کړی دی.
د سینټکام په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دغه بریدونه د هرمز تنګي د وروستیو پېښو په تړاو ترسره شوي او د ایران اسلامي جمهوریت ځینې پوځي هدفونه یې په نښه کړي دي.
له دې اعلان سره هممهاله، سیمهییزو سرچینو د بندرعباس، قشم، بوشهر او سیریک ښارونو کې د چاودنو خبر ورکړی دی.
په ورته وخت کې، سیمهییزو او عربي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت وسلهوالو ځواکونو د کوېټ په خاوره کې د امریکا پر پوځي اډو او تأسیساتو توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، د کوېټ په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي او د «علي السالم» هوايي اډې شاوخوا، چې امریکایي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي، د پرلهپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د کوېټ پوځ هم ویلي چې په دغه هېواد کې د امریکا هوايي دفاعي سیسټمونه د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د شنډولو په هڅو بوخت دي.
له دغو تحولاتو څو ساعته وروسته، سینټکام د خپلو عملیاتو د پای اعلان وکړ او ادعا یې وکړه چې د عملیاتو پر مهال یې یو شمېر پوځي هدفونه په نښه کړي دي.
امریکايي پوځ هم ادعا کړې چې دا عملیات یې د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د امنیت لپاره ترسره کړي او ځواکونه یې لا هم په بشپړ چمتووالي کې دي.
بل لور ته، د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو تل ټینګار کړی چې د هېواد له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او حیاتي تأسیساتو څخه دفاع د دوی مشروع حق دی او د هر ډول بهرني برید پر وړاندې به مناسب او پرېکنده غبرګون وښيي.
په همدې حال کې، ځینو نړیوالو رسنیو، د فاکس نیوز په ګډون، راپور ورکړی چې د دغو نښتو پراخېدل ښايي په منځني ختیځ کې د جګړې د لا پراخېدو او د سیمې د امنیتي وضعیت د لا پېچلتیا لامل شي.

