پنټاګون: نږدې ۱۰۰ امریکايي سرتیري د ایران په بریدونو کې ټپیان شوي

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د ایران په وروستیو بریدونو کې نږدې ۱۰۰ امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شان پارنل د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې په تېرو دوو اوونیو کې شاوخوا ۱۰۰ امریکايي سرتیري په سرسري ډول ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي چې له دغو سرتیرو څخه نږدې ۹۶ سلنه بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي او عادي فعالیتونه یې پیل کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په ورته بریدونو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا