له هراته جرمني ته د ۱۰ زره مربع مترو لاسي غالیو صادرات

د هرات ولایتي ادارې مطبوعاتي دفتر وایي، د روان کال له پیل راهیسې له دغه ولایت څخه جرمني ته څه باندې ۱۰ زره مربع متره لاسي غالۍ صادرې شوې دي.

یاد دفتر په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغو غالیو ټولیز ارزښت شاوخوا ۱۰۳ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.

سرچینې زیاته کړې، د هرات لاسي غالۍ د لوړ کیفیت، ځانګړو ډیزاینونو او دودیزو اوبدلو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

د هرات سیمه‌ییزه اداره وایي، د غالیو صنعت د ملاتړ او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي لپاره هڅې روانې دي، څو د دې محصول صادرات نور هم پراخ شي.

د غالیو اوبدل د افغانستان له پخوانیو او مهمو دودیزو صنعتونو څخه شمېرل کېږي او افغان لاسي غالۍ په نړیوالو بازارونو کې د خپل کیفیت او ځانګړو طرحو له امله پېژندل کېږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې اوس مهال شاوخوا یو میلیون افغانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د غالیو په صنعت کې بوخت دي. نوموړي زیاته کړې چې تېر کال له ۷۶ زره مربع مترو څخه زیاتې غالۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د هغه په وینا، افغان غالۍ په عمده توګه روسیې، امریکا، اسټرالیا، اروپايي هېوادونو، کاناډا، ترکیې او یو شمېر عربي او افریقايي هېوادونو ته لېږدول کېږي.

چارواکو ویلي چې تېر کال د صادر شویو غالیو ټولیز ارزښت ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی و.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی چې په تېرو څلورو کلونو کې د غالیو صنعت پراختیا موندلې او نړیوالو بازارونو ته د افغان لاسي غالیو د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا