د بنګله‌دېش ولسمشر د روغتیايي ستونزو له امله استعفا وکړه

د بنګله‌دېش ولسمشر محمد شهاب‌الدین د جدي روغتیايي ستونزو له امله له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د بنګله‌دېش ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې ډاکټرانو په شهاب‌الدین کې د «خپلواکې عصبي ناروغۍ» (Autonomic Neuropathy) تشخیص کړی، چې په ځینو مواردو کې د لنډ مهال لپاره د هوښ له لاسه ورکولو لامل کېدای شي.

۷۶ کلن محمد شهاب‌الدین د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور له څلورمې نېټې راهیسې د بنګله‌دېش ولسمشر و. د هغه استعفا داسې مهال اعلان شوې چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د بېرته ستنېدو تر پلان شوې نېټې شاوخوا پنځه میاشتې پاتې دي.

شیخ حسینه د ۲۰۲۴ کال له پراخو لاریونونو وروسته، چې د هغې د حکومت د پای ته رسېدو لامل شول، هند ته تللې ده. په همدې موده کې د هغې په مشرۍ د عوامي لیګ ګوند هم منع اعلان شوی او د دغه ګوند یو شمېر مشران او غړي نیول شوي یا له نظره پټ دي.

د بنګله‌دېش ولسمشرۍ دفتر ویلي، تر ټاکل کېدو پورې به د نوي ولسمشر دندې د دغه هېواد د ملي پارلمان رئیس پر مخ وړي.

په بنګله‌دېش کې ولسمشر د وسله‌والو ځواکونو اعلی قوماندان دی، خو اجرایي واکونه تر ډېره د لومړي وزیر او کابینې په لاس کې وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا