ګوټریش د درې ورځني رسمي سفر لپاره دمشق ته ورسېد

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د درې ورځني رسمي سفر په موخه د سوریې پلازمېنې دمشق ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، ګوټریش نن (شنبه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دمشق ته سفر کړی، څو د سوریې د سیاسي لېږد له بهیر څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د دمشق په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او ورسره مل پلاوي هرکلی کړی دی.
ټاکل شوې، ګوټریش د خپل سفر په ترڅ کې د سوریې له لنډمهال ولسمشر احمد الشرع سره هم وګوري او د سیاسي وضعیت، بشري همکاریو او د راتلونکو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک تر سفر مخکې ویلي وو، ګوټریش به ټینګار وکړي چې اوسنی فرصت د سوریې لپاره د داسې راتلونکي د جوړېدو زمینه برابروي چې لا باثباته، ټولشموله او د ټولو سوریایانو لپاره د هوساینې سبب وي.
ګوټریش په تېرو ۱۷ کلونو کې د ملګرو ملتونو لومړنی سرمنشی دی چې دمشق ته رسمي سفر کوي.

