د مخابراتو وزارت وایي افغانستان دا مهال منځنۍ اسیا ته انټرنېټ ترانزیټوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، د سویلي اسیا د ځینو هېوادونو د نوري فایبر معلوماتي لېږد د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ترسره کېږي او افغانستان په سیمه کې د مخابراتي نښلونې مهم رول لوبوي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د هېواد د مخابراتو او نوري فایبر سکټور کې نږدې درې میلیارده امریکايي ډالر پانګونه شوې او د یاد سکټور د پراختیا بهیر لا هم په چټکۍ روان دی.

د وزارت مسؤلان وایي، افغانستان د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله د نوري فایبر شبکو د پراختیا او د معلوماتو د لېږد لپاره پراخ ظرفیتونه لري.

د دوي په وینا، هڅې روانې دي چې د هېواد دننه مخابراتي خدمتونه لا پیاوړي شي او ورسره افغانستان د سیمې لپاره په مهم مخابراتي او ترانزیټي دهلېز بدل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزی، ویلي چې افغانستان دا مهال د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د انټرنیټي معلوماتو د لېږد مهم مسیر دی او د هېواد جغرافیایي موقعیت د معلوماتو د خوندي، چټک او اغېزمن انتقال لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

اقتصادي شنونکي هم باور لري چې افغانستان د سیمې د اقتصادي او مخابراتي نښلون په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولای شي.

د دوی په وینا، لکه څنګه چې هېواد د انرژۍ د لېږد لپاره مناسب موقعیت لري، همداسې د نوري فایبر، انټرنیټي معلوماتو، سوداګریزو توکو او ترانزیټي خدمتونو د انتقال لپاره هم پراخ امکانات لري.

د خصوصي سکټور استازي وایي، د مخابراتو او نوري فایبر په برخه کې د پانګونې مناسب فرصتونه د دې لامل شوي چې ګڼ کورني او نړیوال شرکتونه په افغانستان کې فعالیت وکړي.

د دوي په وینا، دغو پانګونو د مخابراتي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې او د هېواد د ډیجیټلي زیربناوو په پیاوړتیا کې یې مهمه ونډه اخیستې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا