ټرمپ وایي له ایران سره خبرې نن پیلېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې به نن، دوشنبه د اګسټ په درېیمه، پیل شي، خو د احتمالي هوکړې لپاره یې د کومې وروستۍ نېټې له ټاکلو ډډه کړې ده.
ټرمپ، چې په وروستیو اوونیو کې یې څو ځله د پوځي اقدام او بیا د خبرو اترو دریځ بدل کړی، ویلي چې د خبرو له لارې هوکړې ته رسېدل تر جګړې غوره بولي او نه غواړي جګړه نوره پراخه شي.
نوموړي تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د هرمز تنګي د وضعیت او د ایران د اټومي پروګرام اړوند د یوې چټکې هوکړې په هیله یې ځینې پوځي پلانونه ځنډولي دي.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې هم لیکلي چې ایران او د سیمې ځینو نورو هېوادونو د خبرو د بشپړېدو لپاره د لا ډېر وخت غوښتنه کړې ده.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې خبرې به د دوشنبې په ماسپښین پیل شي، خو د ناستې د ځای او ګډونوالو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. هغه د هوکړې لپاره د ټاکلې نېټې له اعلانولو هم ډډه وکړه.
بل لور ته، د ایران اسلامي جمهوریت خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړی او د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، له یو شمېر سیمهییزو چارواکو سره د وروستیو تحولاتو په اړه سلا مشورې کړې دي.
ایراني چارواکي همداراز ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي اړوند تخنیکي او سمندري همغږي وروستیو پړاوونو ته رسېدلې ده.
د وروستیو تحولاتو په رڼا کې، شنونکي باور لري چې د امریکا له لوري د ګواښونو او خبرو اترو د دریځونو پرلهپسې بدلون د سیمې وضعیت لا پېچلی کړی او د پایدار حل لپاره عملي او متقابل باور ته اړتیا ده.
دوی ټینګار کوي چې د هر ډول اختلاف د هواري اغېزمنه لار د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او متقابل درناوي دوام دی.

