د هواپېژندنې ادارې په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او تندو بادونو خبرداری ورکړ

د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندو بادونو او دوړو د راولاړېدو اټکل کړی دی.

یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي چې نن (دوشنبه) به په نورستان، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

د خبرپاڼې له مخې، په ځینو سیمو کې د تندو بادونو او دوړو د راولاړېدو احتمال هم شته.

د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې، د هېواد په یو شمېر مرکزي، ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کې د بادونو سرعت له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې رسېدای شي.

چارواکو له هېوادوالو، په ځانګړي ډول له هغو کسانو چې د سېلابونو او تندو بادونو له ګواښ سره مخ سیمو کې ژوند کوي، غوښتي چې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د اړوندو ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي.

دا خبرداری داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې نورستان او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان وو، چې له امله یې خلکو ته مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له امله د سختو سېلابونو او نورو ناورینونو له پراخو اغېزو سره مخ شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا