اڅکزی وایي د پاکستان اوسنی سیاسي نظام مشروعیت له لاسه ورکړی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي چې د پاکستان اوسنی سیاسي نظام خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او په اوسني وضعیت کې د دوام وړ نه دی.

اڅکزي د پاکستان پر روان سیاسي وضعیت او پارلمان نیوکه کړې او ویلي یې دي، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د هېواد سیاسي او امنیتي ستونزې به نورې هم پراخې شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان د روان کړکېچ د حل لپاره بنسټیز سیاسي بدلون ته اړتیا ده.

هغه تر دې وړاندې هم د پاکستان د حکومت پر تګلارو نیوکې کړې وې او د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه یې کړې وه.

بلخوا، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو هم د پاکستان د حکومت پر کورنیو او سیمه‌ییزو پالیسیو نیوکې کړې او د هېواد د خراب امنیتي وضعیت مسوولیت یې پر واکمنو چارواکو ور اچولی دی.

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونه او مشران وخت ناوخت د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه هم کوي.

په ورته وخت کې، پاکستان له څو کلونو راهیسې له زیاتېدونکو امنیتي ننګونو سره مخ دی او په بېلابېلو بریدونو، چاودنو او وسله‌والو نښتو کې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا