د مکې دفاعي تړون له لاسلیک وروسته د پاکستان پر ۷۵ سلنه سیمو د حکومت واک نشته

د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» له لاسلیک وروسته، د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي چې اسلام‌اباد باید لومړی خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.

ایمل ولي خان خبریالانو ته ویلي، په پاکستان کې هره ورځ چاودنې کېږي او د هغه په وینا، د هېواد پر شاوخوا ۷۵ سلنه خاوره د حکومت اغېز نه ترسترګو کېږي.

هغه زیاته کړې چې پاکستاني طالبان په خپلو بریدونو سره حکومت ننګوي او د مکې دفاعي تړون لاسلیک کوونکي باید لومړی پاکستان ته ورشي او وضعیت له نږدې وګوري.

ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان پرون په مکه مکرمه کې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې، پر یوه هېواد د برید په صورت کې به درې واړه هېوادونه ګډ غبرګون ښيي.

دغه تړون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له لوري لاسلیک شو.

له تړون وروسته اردوغان وویل، د درېیو هېوادونو ګډ دفاعي تړون د هېڅ هېواد پر ضد نه دی او هدف یې د دفاعي او امنیتي همکاریو، ګډو پوځي پروژو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پیاوړتیا ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا