د امریکا د مخکیني ولسمشر جوبایډن سرطان هډوکو ته خپور شوی او له سخت درد سره مخ دی

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن زوی، هانټر بایډن، ویلي چې د پلار پروسټاټ سرطان هډوکو ته خپور شوی او نوموړی له سختو دردونو سره مخ دی.

هانټر بایډن ویلي، ۸۳ کلن پلار یې د ناروغۍ له امله سخت کمزوری شوی، خو د جو بایډن یوه ویاند د شنبې په ورځ د هغه روغتیايي وضعیت په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

جو بایډن د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې اعلان وکړ چې د پروسټاټ سرطان په یوه تېزه او جدي بڼه اخته شوی او ناروغي یې هډوکو ته هم خپره شوې ده.

د بایډن یوه ویاند تېر کال په اکټوبر کې ویلي وو چې نوموړی تر شعاعي درملنې لاندې دی.

بلخوا، جو بایډن څه موده وړاندې اعلان کړی و چې د هغه د خاطراتو کتاب به د روان کال د نومبر پر ۱۷مه خپور شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا