عراقچي: که امریکا له لنډمهالې هوکړې سرغړونه وکړي، نورې خبرې نه کېږي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تر هغه چې واشنګټن د جون میاشتې له لنډمهالې هوکړې سرغړونه کوي، تهران به له امریکا سره مستقیم مذاکرات پیل نه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال دواړه لوري یوازې د منځګړو له لارې پیغامونه سره تبادله کوي.

عراقچي ویلي، له مسقط سره د هرمز تنګي په اړه خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي، خو د دې ستراتیژیکې لارې د بیا پرانیستلو لپاره باید د امریکا اړوند شرایط پوره شي.

هغه څرګنده کړې، چې د یادو شرایطو له پوره کېدو وروسته به د سوداګریزو بېړیو د تګ‌راتګ لپاره نوې سمندري لارې مشخصې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا