پزشکیان وایي افغانستان د ایران پر وړاندې د احتمالي ګواښونو مخه نیولې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له امریکا سره د وروستۍ جګړې پر مهال افغانستان په خپلې پولې کې د وسله‌والو ډلو د تګ راتګ مخه نیولې او د احتمالي ګواښونو په مخنیوي کې یې له ایران سره همکاري کړې ده.

پزشکیان په یوه غونډه کې ویلي، افغانستان، پاکستان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو خپلې پولې ته ځواکونه استولي او د ایران پر وړاندې یې د احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره لازم اقدامات کړي دي.

نوموړي ویلي، افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، روسیه او عراق په دې برخه کې له تهران سره «رغنده» همکاري کړې ده.

پزشکیان زیاته کړې چې د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو له لوري د ایران ملاتړ او پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو غندنه د پام وړ وه.

د ایران ولسمشر څو ورځې وړاندې هم ویلي وو چې له ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې پراخې شوې او په ورته مهال د سوداګرۍ کچه هم لوړه شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا