شاوخوا ۲ زره د رونالډو مینه‌وال په تېروتنه د بلې جوړې واده ته ورغلي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د پرتګالي فوټبال ستوري کریستیانو رونالډو شاوخوا دوه زره مینه‌وال د شنبې په ورځ د مادیرا ټاپو په فونچال ښار کې یوې کلیسا ته څېرمه راټول شوي وو.

هغوی ګومان کاوه چې رونالډو او جورجینا رودریګز به هلته د واده مراسم ترسره کوي، خو وروسته څرګنده شوه چې مراسم د یوې بلې جوړې دي.

د راپورونو له مخې، ناوې او زوم د مادیرا اوسېدونکي دي، خو اوس په فرانسه کې ژوند کوي.

کله چې ناوې کلیسا ته ورسېده، ګڼو راټولو شوو کسانو خپل ګرځنده ټیلیفونونه پورته کړل او د مراسمو د لیدلو او انځورونو اخیستو هڅه یې وکړه.

د کلیسا کشیش ویلي، په هغه ورځ یوازې د همدې جوړې د واده مراسم ترسره کېدل او د رونالډو د واده لپاره هېڅ ډول ثبت یا چمتووالی نه و نیول شوی.

په ټولنیزو شبکو کې د راټولې شوې ګڼې انځورونو او ویډیوګانو خپرېدو موضوع لا ډېره مشهوره کړه.

راپورونه وايي، رونالډو هم دغه انځورونه لیدلي او په څو خندونکو نښو یې غبرګون ښودلی دی.

رونالډو او جورجینا رودریګز د ۲۰۲۵ کال په اګست کې خپله کوژده اعلان کړه، خو تر اوسه یې د واده کره نېټه او ځای نه دي په رسمي ډول اعلان کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا