ټرمپ وایي روسیې پخوانی امریکايي سمندري سرتېری ګیلمن خوشې کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، روسیې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی ۳۲ کلن سرتېری ګیلمن د بشري دلایلو له مخې خوشې کړی دی.
ګیلمن په ۲۰۲۲ کال کې د یوه پولیس افسر د وهلو په تور نیول شوی و.
د هغه کورنۍ ویلي، په زندان کې د ناوړه چلند له امله یې روغتیايي وضعیت سخت خراب شوی و.
ټرمپ ویلي، د ګیلمن خوشې کېدو په بدل کې هېڅ ډول د بندیانو تبادله نه ده شوې او نوموړی اوس له روسیې څخه امریکا ته روان دی.

