پزشکیان وايي ایران له پاکستان سره د اړیکو پراختیا ته چمتو دی

مسعود پزشکیان، د ایران ولسمشر، ویلي چې تهران چمتو دی له پاکستان سره په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري او امنیتي برخو کې خپلې اړیکې لا پراخې کړي.
پزشکیان دا څرګندونې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر، محسن نقوي، سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

