لبنان د اعدام سزا لغوه کړه او ټول حکمونه یې پر عمري بند بدل کړل

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د لبنان پارلمان په دغه هېواد کې د اعدام سزا لغوه کړې او د اعدام ټول حکمونه یې په عمري بند بدل کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لبنان په منځني ختیځ کې لومړنی هېواد دی چې اعدام سزا یې په رسمي ډول لغوه کړې ده.
په دغه هېواد کې له ۲۰۰۴ کال راهیسې هېڅ اعدام نه دی ترسره شوی.
د لبنان پارلمان دغه پرېکړه داسې مهال کړې چې په منځني ختیځ کې د اعدام سزا په اړه بحثونه روان دي.
د اعدام د سزا د دوام یا لغوه کېدو موضوع په بېلابېلو هېوادونو کې له حقوقي او بشري پلوه د بحث وړ ده.
د لبنان پارلمان د نوې پرېکړې له مخې، هغه کسان چې د اعدام سزا ورته ټاکل شوې وه، له دې وروسته به عمري بند تېروي.

