جمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شوی

امنیتي سرچینې وايي، جمعهخان فاتح، چې د نسي ولسوالۍ په یوه سیمه کې له خپلو کسانو سره محاصره شوی و، له څو ورځو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای حکومت ته تسلیم شوی دی.
سرچینې زیاتوي، د محاصرې له پراخېدو وروسته فاتح خپلې وسلې په نسي ولسوالۍ کې مېشتو اسلامي امارت ځواکونو ته سپارلې دي.
د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته تللی و او ویل کېږي چې د فاتح ډلې پر وړاندې یې د عملیاتو مشري کوله.
د سرچینو په وینا، اوس هڅې روانې دي چې د جمعهخان فاتح ټول ملګري بېوسلې شي او سیمه په بشپړه توګه د هغوی له شتون څخه پاکه شي.

