د ایران درسي کتابونه سږکال بدلېږي

د ایران د ښوونیزې څېړنې او پلان جوړونې ادارې ویلي، په روان ښوونیز کال کې به د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو او «کاردانش» څانګو ۱۳۹ درسي کتابونه له سره وکتل شي او منځپانګه به یې د نوو اړتیاوو له مخې اصلاح شي.

د طرحې له مخې، د لسم ټولګي ۶۸ او د یوولسم ټولګي ۷۱ درسي کتابونه به بدلون ومومي.

چارواکي وايي، په دې بهیر کې به د بازار کار نوې اړتیاوې، ټکنالوژیک پرمختګونه او د زده‌کړې نوې طریقې په پام کې ونیول شي.

تخنیکي او مسلکي زده‌کړې او «کاردانش» زده‌کوونکو ته له نظري زده‌کړو ترڅنګ عملي او تخصصي مهارتونه ور زده کوي.

د درسي کتابونو تازه کول به هغوی له نوو ټکنالوژیو او کاري طریقو سره لا ښه بلد کړي او د زده‌کړو او بازار کار اړتیاوو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

د چارواکو په وینا، د ۱۳۹ کتابونو بیاکتنه به د دې لپاره ترسره شي چې ښوونیزه منځپانګه له نوو ټکنالوژیو، اقتصادي بدلونونو او د کار بازار له اړتیاوو سره لا ډېره برابره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا