قالیباف د سیمه‌ییزو تحولاتو او دوه‌اړخیزو اړیکو په تړاو عراق ته ځي

د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۸مه، د یوه پارلماني پلاوي په مشرۍ عراق ته سفر وکړي.

د دغه سفر موخه د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې، د تهران او بغداد ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا او په لوېدیځه اسیا کې د ثبات او امنیت ټینګښت لپاره د ګډو لارو چارو ارزونه بلل شوې ده.

ټاکل شوې قالیباف په بغداد کې له لوړپوړو عراقي چارواکو سره هم وګوري او د دوه‌اړخیزو اړیکو پراختیا، سرحدي امنیت، له ترهګرۍ سره مبارزه، اقتصادي همکاریو او ګډو هوکړو پر عملي کېدو خبرې وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا