سریلانکا کې د یوه سړي له مثانې ۳.۱ کیلويي تیږه وایستل شوه

په سریلانکا کې ډاکټرانو د یوه ۵۵ کلن سړي له مثانې څخه ۳.۱ کیلوګرامه درنه تیږه ایستلې چې د ډاکټرانو په وینا، تر اوسه په جراحي ډول ایستل شوې تر ټولو لویه مثانې تیږه بلل کېږي.

دغه عملیات تېره اوونۍ د سریلانکا په ختیځ ترینکومالي ښار کې ترسره شول.

یاد سړی د مغزي سکتې له امله روغتون ته وړل شوی و، خو د درملنې پر مهال ډاکټرانو د ادرار کولو ستونزه هم پکې وموندله.

له معاینې وروسته څرګنده شوه چې د هغه په مثانه کې تیږه موجوده ده.

ډاکټرانو د جراحي عملیاتو پر مهال له مثانې څخه ۳.۱ کیلوګرامه وزن لرونکې تیږه وایسته.

د دې تیږې وزن نږدې د نوي زېږېدلي ماشوم هومره او اندازه یې د شترمرغ هګۍ ته ورته وه.

د عملیاتو ترسره کوونکي ډاکټر پراهالاهان بالاکریشنان ویلي، شته معلومات ښيي چې دا تر اوسه د مثانې تر ټولو لویه ثبت شوې تیږه ده چې د جراحي عملیاتو له لارې ایستل شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا