هند کې د هوټل اورلګېدنې ۹ کسان وژلي

هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد په ختیځ کلکته ښار کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله د یوه ماشوم په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، اور د هوټل په دویم پوړ کې د برېښنا شارټۍ له امله لګېدلی او شاوخوا یو ساعت وروسته تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی.

پولیس وايي، شاوخوا ۳۰ کسان له هوټله په خوندي توګه ایستل شوي او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا