سویس د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوې پرېکړه اعلان کړه

د سویس فدرالي اداري محکمې په یوه تازه پرېکړه کې ویلي، افغانستان ته د افغان پناهغوښتونکو بېرته ستنول په ټولو قضیو کې منع نه دي او د هر کس وضعیت باید په انفرادي ډول وارزول شي.
محکمې دا پرېکړه د یوه افغان پناهغوښتونکي له قضیې وروسته کړې ده.
د محکمې په ارزونه کې ویل شوي، هغه کسان چې مناسب شخصي شرایط، کاري تجربه، کورنۍ او د ملاتړ زمینه ولري، ښايي افغانستان ته د ستنېدو وړ وبلل شي.
په یاده قضیه کې نوموړي په کابل کې کورنۍ او د ملاتړ شبکه لرله.
دا پرېکړه داسې مهال شوې چې سویس په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د افغان پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه محتاط دریځ درلود.
بلخوا، جرمني هم افغانستان ته د خپلو اتباعو د بېرته ستنولو لړۍ بیا پیل کړې او تر ۲۰۰ ډېر کسان یې هېواد ته ستانه کړي دي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي، د دې بهیر د پرمختګ لپاره له جرمني سره په تخنیکي کچه خبرې روانې دي.
په ورته وخت کې، د بشري حقونو ځینو سازمانونو افغانستان ته د افغان کډوالو له ستنولو سره مخالفت څرګند کړی او د احتمالي پایلو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

