عراقچي: پر ایران د امریکا اقتصادي ګواښونه ناکامه تګلاره ده

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران پر وړاندې د امریکايي چارواکو وروستي اقتصادي ګواښونه غندلي او ویلي یې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د «Economic D-Day» د پیل ادعا، د امریکا له ژور مالي بحران څخه د خلکو د پام اړولو هڅه ده.
ټرمپ یوه ورځ وړاندې ګواښ کړی و چې هر هېواد ایران ته د «هر ډول اقتصادي خلاصون» زمینه برابره کړي، له امریکايي اقتصادي اقداماتو سره به مخ شي.
عراقچي په اېکسپاڼه کې د امریکا ملي پور ته په اشاره ویلي چې هغه څه چې «Economic D-Day» بلل کېږي، په حقیقت کې د امریکا له کورني مالي بحران، لوړو پورونو او د سود له زیاتېدونکو لګښتونو څخه د خلکو د پام اړولو هڅه ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د ناکامو سیاستونو دوام به لا نورو ستونزو ته زمینه برابره کړي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا اقتصادي اقدامات د نړۍ اقتصاد او د هېوادونو ملي حاکمیت اغېزمنوي.

