د امریکا فدرالي محکمې د ۷۵ هېوادونو پر کډوالۍ ویزو د ټرمپ تګلاره لغوه کړه

د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې هغه تګلاره لغوه کړې چې له مخې یې د ۷۵ هېوادونو اتباعو ته د کډوالۍ ویزو صادرول ځنډول شوي وو.

قاضي جینټ وارګاس ویلي، دغه تګلاره له قانون سره په ټکر کې ده او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني صلاحیت څخه اوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په جنوري کې د نږدې ۷۵ هېوادونو اتباعو ته د کډوالۍ ویزو صادرول ځنډولي وو.

د وزارت په وینا، موخه یې د هغو کسانو د امریکا ته له ننوتلو مخنیوی و چې ښايي په راتلونکي کې پر دولتي مرستو او عامه خدمتونو متکي شي.

قاضي وارګاس ویلي، په عملي توګه امریکايي چارواکو ته داسې لارښوونه شوې وه چې د ویزې غوښتونکي یوازې د خپل تابعیت هېواد له امله رد کړي، پرته له دې چې د هر غوښتونکي مالي وضعیت، عمر، روغتیا، مهارتونه او کورنی حالت په انفرادي ډول وارزول شي.

محکمې هغه ویزې هم د بیاکتنې وړ بللې چې یوازې د همدې تګلارې پر بنسټ رد شوې وې؛ خو هغه غوښتنلیکونه چې د نورو قانوني دلایلو له مخې رد شوي، پر خپل ځای پاتې دي.

له همدې امله لا روښانه نه ده چې د ویزو د رد څو پرېکړې به بېرته لغوه شي.

قاضي وارګاس ویلي، دا تګلاره د ۱۹۶۵ کال له هغه قانون سره هم په ټکر کې ده چې د ویزو په ورکړه کې د تابعیت پر بنسټ تبعیض منع کوي.

نوموړې زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزیر ته هم د قونسلي چارواکو په انفرادي پرېکړو کې د مداخلې پراخ صلاحیت نه دی ورکړل شوی.

د قضیې په مدعیانو کې شپږ امریکايي اتباع هم شامل وو چې غوښتل یې په امریکا کې له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

پنځه کولمبیایي اتباع هم په قضیه کې شامل وو چې د کاري ویزو له لارې یې امریکا ته د تګ غوښتنه کړې وه.

د ټرمپ ادارې حقوقي ټیم د خپلې دفاع پر مهال د سترې محکمې د ۲۰۱۸ کال پر هغې پرېکړې استناد کړی و چې د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال یې د سفر بندیز درېیمه نسخه تایید کړې وه.

خو وارګاس ویلي، هغه قضیه امریکا ته د داخلېدو په اړه وه، په داسې حال کې چې اوسنۍ قضیه د ویزې صادرولو د قانوني شرایطو په اړه ده.

محکمې دواړو لورو ته د سپټمبر تر ۱۱مې وخت ورکړی چې د قضیې پاتې برخې په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړي. د ټرمپ اداره کولای شي پر دې حکم استیناف وغواړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا