د خراسان رضوي والي: اسلامي امارت دې مشهد کې یو میلیون افغانانو ته اوبه برابرې کړي

د ایران د خراسان رضوي والي مظفري له اسلامي امارت غوښتي چې د دوه‌اړخیزو اړیکو او په ایران کې مېشتو افغانانو ته په پام، په مشهد ښار کې د افغان کډوالو د اوبو اړتیاوو پوره کولو برخه کې همکاري وکړي.

مظفري ویلي، مشهد کې د اوبو کمښت د خراسان رضوي له مهمو ننګونو څخه دی او له افغانستان څخه د اوبو ترلاسه کولو موضوع هم د ښار د اوبو اړتیاوو پوره کولو لپاره تر څېړنې لاندې ده.

هغه ادعا کړې چې شاوخوا یو میلیون افغانان په مشهد کې مېشت دي او که افغانستان د دغو کسانو اړتیاوو ته په پام د اوبو په برابرولو کې مرسته وکړي، د ښار د اوبو کمښت به تر یوه بریده راکم شي.

نوموړي ویلي، د خراسان رضوي ځمک‌لاندې اوبو زېرمې د پراخې استفادې له امله له جدي فشار سره مخ دي او د ولایت د اوبو وضعیت د بحران کچې ته رسېدلی دی.

مظفري د اوبو سرچینو په اړه خبرو کې د افغانستان د سلما بند هم یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه بند د ۳۸۰ میلیونو متر مکعبو څخه د ډېرو اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا