سمنګان کې د تېرو جګړو پاتې ۵۰۰ کیلويي روسي بم شنډ شو

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې په سمنګان ولایت کې د تېرو جګړو پاتې ۵۰۰ کیلويي روسي بم د تخنیکي ټیمونو له لوري کشف او په خوندي ډول شنډ کړی دی.
د ادارې د ماینپاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سیمې یوه اوسېدونکي د بم د احتمالي خطر په اړه ادارې ته خبر ورکړی و.
د خبرپاڼې له مخې، د ماینپاکۍ تخنیکي ټیمونو د «DAFA» مؤسسې په همکارۍ بم کشف او شنډ کړ.
مسوولان وایي، یاد مهمات د تېرو جګړو پاتې شوني وو او که چاودلي وای، د سیمې خلکو ته یې جدي خطر پېښولی شو.
د ادارې په وینا، د بم د کشف او شنډولو عملیات په خوندي ډول ترسره شوي او هېڅ ډول ځاني او مالي زیان نه لري.
په ورته وخت کې، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لا هم د تېرو جګړو پاتې ماینونه او ناچاودي مهمات د ملکي وګړو ژوند ته جدي ګواښونه پېښوي.

