کندهار کې پلار له خپل ۲۵ کلن زوی سره د شخړې پر مهال هغه وژلی دی

د کندهار امنیه قومانداني وايي، په کندهار ښار کې یوه ۲۵ کلن ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وویل، پېښه نن یکشنبه له غرمې مخکې د کندهار ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند، میرویس روغتون ته څېرمه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د پېښې قرباني مسلم نومېده او پلار یې، چې د ټایرونو دوکان لري، د نوموړي د وژلو اعتراف کړی دی.
د هغه په وینا، پلار پولیسو ته ویلي چې زوی یې کار او روزګار نه درلود او ورسره یې ناوړه چلند کاوه.
د نوموړي په خبره، د لفظي شخړې پر مهال یې زوی په اوسپنیز څیز وهلی چې له امله یې هغه ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکي وايي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

