په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي له شهزاده سرای څخه لیدنه وکړه

په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي عليرضا بیکدلي له شهزاده سرای څخه لیدنه کړې، چې د اسعارو د راکړې ورکړې له مهمو او لویو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
په کابل کې د ایران سفارت د نوموړې لیدنې موخه او نور جزئیات نه دي روښانه کړي.

