د ګینس نړیوال ریکارډ؛ آیفون ۱۷ پرو له ۳۰ کیلومتره لوړوالي غورځېدو وروسته سالم پاتې شو

په سویډن کې یوه آیفون ۱۷ پرو له ۳۰ زره او ۶۰۷ مترو لوړوالي خوشې شو او له شاوخوا ۲۵ دقیقو آزاد سقوط وروسته وموندل شو چې لا هم د کارونې وړ و.

دغه ازموینه د ګینس نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې د محافظتي پوښ لرونکي ګرځنده ټیلیفون تر ټولو لوړ سقوط په توګه ثبت شوې ده.

ازموینه د محافظتي پوښونو جوړوونکې «راینو شیلډ» او بریتانیايي فضايي شرکت «سینټ اِنټو سپېس» په همکارۍ، د سویډن په کیرونا ښار کې ترسره شوې.

موبایل د یوه ځانګړي بالون په وسیله له ۳۰ کیلومترو ډېر لوړوالي ته پورته او له ټاکلي ارتفاع وروسته، پرته له پراشوته، ځمکې ته خوشې شو.

د ازموینې پر مهال تودوخه شاوخوا منفي ۶۰ درجې سانتي‌ګراد وه او د هوا فشار هم ډېر ټیټ و.

د ازموینې ډلې په وینا، موبایل تر موندلو وروسته لا هم چالانېده، زنګ پرې کېده او عکسونه یې اخیستلای شول.

د کارپوهانو په باور، د موبایل سالم پاتې کېدل یوازې د محافظتي پوښ پایله نه ده؛ بلکې د هوا مقاومت، د سقوط وروستی سرعت او د ځمکې د سطحې حالت هم پر پایله اغېز لري.

دا ازموینه د «راینو شیلډ» لپاره تبلیغاتي بریا بلل کېږي، خو په هر ډول سقوط کې د موبایل د سالم پاتې کېدو تضمین نه شي کېدای.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا