د نیپال او چین سېلابونه؛ د مړو شمېر ۷۵۰ ته رسېدلی، له ۳ زره ډېر نادرکه دي

راپورونه وايي، چین او نیپال پر پوله د وروستیو سېلابونو او ځمک‌ښویېدنو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۷۵۰ ته رسېدلی، درې زره کسان لا هم نادرکه دي.

د چیني چارواکو په وینا، په نادرکه کسانو کې د ۲۳ هېوادونو ۲۶۱ بهرني اتباع هم شامل دي.

د تازه شمېرو له مخې، په نیپال کې ۷۳۴ کسان مړه او ۲۴۹۸ نور نادرکه شوي، په داسې حال کې چې په تبت کې ۱۶ کسانو ژوند بایللی او ۵۴۶ نور نادرکه دي.

چیني چارواکو ویلي، په نادرکه بهرنیو اتباعو کې د نیپال ۱۰۴، هند ۴۹، لاتویا ۳۳، امریکا ۱۸ او بریتانیا ۱۵ وګړي شامل دي.

د نورو هېوادونو اتباع هم په دې ډله کې شامل دي او اړوند سفارتونه یې له موضوع څخه خبر شوي دي.

بلخوا، نیپالي چارواکو د نورو احتمالي سېلابونو خبرداری ورکړی او له زیانمنو سیمو یې غوښتي چې د بوتیکوشي سیند د اوبو لوړېدو ته په پام، چمتو حالت کې پاتې شي.

راپورونه زیاتوي چې سېلابونو ګڼ کورونه، موټرونه، کرنیز وسایل او پلونه ویجاړ کړي، په ځینو سیمو کې برېښنا پرې شوې او د تګ راتګ لارې هم زیانمنې شوې دي.

د زرګونو نادرکه کسانو موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا