مادورو له نیویارک څخه تازه انځورونه خپلو لمسیانو ته ډالۍ کړل

د وینزویلا مخکني ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي، له امریکا څخه یې تازه انځورونه خپلو لمسیانو او مینه‌والو ته ډالۍ کړي دي.

مادورو تازه له نیویارک څخه خپل انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دغه انځورونه یې خپلو لمسیانو او مینه‌والو ته ډالۍ کړي دي.

نوموړی د تېرې جنورۍ پر ۳مه د امریکا له لوري ونیول شو او نیویارک ته ولېږدول شو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تر نیول کېدو مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر مادورو څو ځله خبرداری ورکړی و، خو وروسته امریکايي ځواکونو پر نوموړي عملیات ترسره کړل او ویې نیوه.

د مادورو نیول کېدو په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول او د یو شمېر هېوادونو مشرانو دغه اقدام وغانده.

هغوی ویلي وو چې د یوه هېواد د ولسمشر په داسې ډول نیول له نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د مادورو راتلونکې محکمه به چېرته او څه وخت ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او وینزویلا ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې د سیاسي اختلافونو ترڅنګ، د تېلو صادراتو او اقتصادي بندیزونو پر سر هم ترینګلې پاتې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا