پر ایران د امریکا تازه بریدونه؛ ایران په اردن کې د امریکا اډې ویشتلي دي

امریکايي چارواکو تېره شپه پر ایران د تازه هوايي بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ایران په «لارک» ټاپو کې یې د سپاهپاسداران اړوند د توغندیو د توغولو څو اډې په نښه کړې دي.
د امریکايي چارواکو په وینا، له یادې سیمې څخه د هرمز تنګي پر لوري د توغندیو د توغولو ادعا شوې وه.
په دغو بریدونو کې د مرګژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.
د امریکا دغه تازه پوځي اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې واشنګټن تر دې وړاندې د ایران پر وړاندې د نورو پوځي اقداماتو د نه پلانولو په اړه څرګندونې کړې وې.
د همدې له امله د امریکا د وروستي برید د موخې، اړتیا او د پخوانیو ژمنو د دوام په اړه پوښتنې مطرح شوې دي.
بلخوا، ایران ویلي چې په اردن کې یې د امریکا «ملک حسین» او «الازرق» پوځي اډې په نښه کړې دي.
سپاهپاسداران هم د امریکا تازه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي چې د دغو اقداماتو په غبرګون کې به مناسب ځواب ورکړي.
امریکا په وروستیو کې پر تهران یو شمېر نوي بندیزونه او اقتصادي محدودیتونه هم لګولي دي.
د واشنګټن وروستي پوځي اقدام په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو اندېښنې هم زیاتې کړې دي، په داسې حال کې چې د شخړې د سولهییز حل لپاره د خبرو پر اړتیا ټینګارونه روان دي.

