په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۱ افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۱ افغانې کډوالې کورنۍ، چې ۱ زرو او ۱۰ غړي لري، له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د راپور له مخې، له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا څخه راستنو شوو کورنیو ته د ثبت او هرکلي ترڅنګ د لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او مخابراتي اسانتیاوو په برخو کې خدمتونه وړاندې شوي دي.
راپور زیاتوي چې ۱۰۵ کورنۍ، چې ۵۵۲ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۳۳ کورنیو سره مالي مرستې شوې دي.
همداراز، راستنېدونکو ته ۹۸ سیمکارتونه وېشل شوي او ګڼ شمېر کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.
کمېسیون وايي، راستنېدونکو کورنیو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو خدمتونو په اړه هم لازم معلومات او عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

