حوثیانو: سعودي جنګي الوتکه د یمن په فضا کې نسکوره شوې

حوثيانو یوه ویډیو خپره کړې چې په وینا یې، پکې د سعودي عربستان یوه جنګي الوتکه ښکاري چې د یمن پر فضا یې د الوتنې پر مهال سقوط کړی دی.
حوثیانو د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او سعودي عربستان تر اوسه په دې تړاو رسمي څرګندونه نه ده کړې.

