د اسلامي امارت رهبر: محصلان د هېواد مهمه پانګه ده

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبت‌الله اخندزاده د کابل پوهنتون نویو محصلانو ته په استولي پیغام کې ویلي، محصلان د هېواد مهمه پانګه ده او باید په خپلو مسلکونو کې تخصص او لازم مهارتونه ترلاسه کړي، څو د هېواد په ابادۍ کې اغېزمنه ونډه واخلي.

په همدې غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم له محصلانو وغوښتل چې پر زده‌کړو تمرکز وکړي، له خپل وخت او ځوانۍ سمه ګټه واخلي او له سیاسي فعالیتونو او ډله‌ییزو چارو ډډه وکړي.

سږ کال شاوخوا ۳۷۰۰ نویو محصلانو د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته لار موندلې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا