د ترکیې استخباراتو مشر د پاکستان له استخباراتو مشر سره وکتل

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالن افغانستان ته له سفر وروسته پاکستان ته تللی او هلته یې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.
ترکي امنیتي سرچینو ویلي، کالن په اسلاماباد کې د پاکستان له پوځ مشر عاصم منیر او د استخباراتو ادارې له مشر عاصم ملک سره لیدلي او لومړي وزیر شهباز شریف هم ورسره کتلي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو لیدنو کې د ترکیې او پاکستان پر دوهاړخیزو اړیکو، د همکاریو پر پراختیا او سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو خبرې شوې دي.
په ناستو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اختلافونو موضوع هم یاده شوې او ترکي لوري ټینګار کړی چې انقره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.
کالن پاکستان ته له سفر وړاندې کابل ته تللی و او هلته یې د افغانستان د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره هم لیدلي وو.

