کرزي: د برهان‌الدین رباني یاد به تلپاتې وي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د استاد برهان‌الدین رباني یاد ته په یوه پیغام کې درناوی څرګند کړی او د هغه روح ته یې دعا کړې ده.

کرزي په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د وږي ۲۹مې په مناسبت یې د برهان‌الدین رباني یاد تازه کړی او نوموړي ته یې دعا کړې ده.

هغه برهان‌الدین رباني یو وتلی دیني عالم، جهادي مشر، ملي او سوله‌پال شخصیت بللی او ویلي یې دي چې رباني په هېواد کې د یووالي ټینګښت او سولې ټینګېدو لپاره هڅې کولې.

کرزي په پای کې د هغه روح ته د دعا ترڅنګ د نوموړي یاد تلپاتې بللی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا