له مشهد تر قم؛ په یوه زیارتي کاروان کې د افغانانو او ایرانیانو ګډ سفر

حجت‌الاسلام حسین مصلایی، د مشهد ښار د اسلامي تبلیغاتو ادارې رئیس، ویلي چې هر کال د حضرت معصومې (س) د وفات په مناسبت له مشهد مقدس څخه قم ښار ته د زیارت کوونکو کاروان روانېږي.

نوموړي ویلي، سږ کال په دې کاروان کې له ۴۰ ډېر بسونه او یو شمېر موټر شامل دي چې شاوخوا دوه زره زیارت کوونکي پکې قم ته تللي دي.

د کاروان سږنی شعار «له تا سره تر ظهور پورې پر خپل تړون ولاړ یو» ټاکل شوی دی.

مصلایي زیاته کړې چې په کاروان کې د مذهبي ډلو او موکبونو ترڅنګ یو شمېر افغان وګړي هم ګډون لري.

د هغه په وینا، د ایراني او افغان زیارت کوونکو ګډ حضور د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او همکارۍ څرګندونه کوي.

حضرت فاطمه معصومه (س) د امام موسی کاظم (ع) لور ده او په قم ښار کې یې زیارت د شیعه مسلمانانو له مهمو زیارتي مرکزونو څخه شمېرل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا