افغانستان کې د بریتانیا د جنګي جرمونو څېړنې ۹۷ میلیونه نوي اسناد وموندل

بریتانیا دفاع وزارت ویلي، ۹۷ میلیونه نوي اسناد یې موندلي چې ښايي یوه برخه یې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې له مطرح شویو تورونو سره د روانې عامه څېړنې په تړاو وي.

د څېړنې مشر چارلز هډن‌کیو د اسنادو په موندلو کې ځنډ د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، که اړوند اسناد ژر ونه ارزول شي، د څېړنې بهیر به لا هم وځنډېږي.

دا څېړنه په ۲۰۲۳ کال کې د یوه مستند فلم له خپرېدو وروسته پیل شوه.

په فلم کې ادعا شوې وه چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو، «SAS»، څه باندې لس کاله وړاندې په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۵۴ کسان په مشکوکو شرایطو وژلي دي.

د څېړنې مشر ویلي، د جمعې په غونډه کې به له دفاع وزارت وغواړي چې ټول اړوند اسناد ژر وپېژني او څېړنې ته یې وسپاري.

د څېړنې له پیل نږدې څلور کاله تېر شوي، خو تر اوسه یې کومه موندنه نه ده خپره شوې.

د بریتانیا دفاع وزارت تر غونډې مخکې په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا